۸صبح، هرات: هرات کې د طالبانو سیمهییز مسوولان په دغه ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره د ۷۳۰ کورونو د جوړېدو د پیل خبر ورکوي.
د هرات د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رئیس احمدالله متقي د لړم میاشتې په ٢٨مه، ویلي چې دغه کورونه به د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په درېيو کليو کې جوړ شي.
د هغه په وينا، د دغو کورونو د جوړېدو چارې به په ۴۵ ورځو کې بشپړې شي.
متقي زياته کړې چې اوسمهال د هرات په ۴۰ کليو کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړوېدو کار روان دى.
د دغو پروژو قراردادیانو ویلي چې د استوګنې هر کور به د ۱۸۰ زره افغانیو په ارزښت جوړ شي.
تردې وړاندې په هرات کې ځايي طالب مسوولانو د دغه ولایت په زندهجان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره د ۶۵۰ کورونو د جوړوېدو خبر ورکړی و.