طالبانو هدایت الله بدري د مرکزي بانک رئیس په توګه وټاکه

۸صبح، کابل: په تېر حکومت کې د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل له ادعا وروسته، چې د طالبانو د مشر له خوا له مالیې وزارته ۶۰ میلیارده افغانۍ بې حسابه ایستل شوي، د طالبانو د مالیې وزارت مستعفي سرپرست (هدایت الله بدري) د مرکزي بانک دئیس په توګه ټاکلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه سهار مهال (وري۲) په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې ددې ډلې د مالیې وزارت پخوانی سنبالچاری، د مرکزي بانک نوي رئیس په توګه، ټاکل شوی دی.

هدایت الله بدري په دې وروستیو کې د طالبانو د مالیې وزیر له دندې استعفا کړی وه.

که څه هم تر دې مهاله د دې استعفا لامل نه دی څرګند، خو رحمت الله نبیل ویلي و، چې بدري وروسته له هغه استعفا وکړه، چې د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د خپلوانو له خوا، له مالیې وزارته ۶۰ میلیارده افغانۍ ووېستل شوې.

ظاهره داسې ښکاري، چې طالبانو د نبیل ادعاو کمزوري ښوولو په موخه، هدایت الله بدري د مرکزي بانک رئیس په توګه ټاکلی.

د راپورونو له مخې، د طالبانو مشر هڅه کوي چې له مالیې وزارته د لسګونو ملیارد افغانیو په ایستلو سره ۴۰ زره کسیزه نظامي ډله جوړه کړي.

ورته لیکنې

Back to top button