طالبان د امریکا ړنګې شوې اډې د پانګوونکو هېوادونو په واک کې ورکوي

۸صبح، کابل: د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست تازه پر ځانګړو اقتصادي سیمو د امریکا د اډو له بدلېدو خبر ورکړی دی. دغه اډې افغانستان کې پانګونې ته د لېوالو هېوادونو په واک کې ورکول کېږي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي دغه موضوع دوشنبه د مرغومي پر دوولسمه نېټه له رویټرز سره په خبرو کې مطرح کړې ده.

د عزیزي د خبرو له مخې ایران، روسیه او چین افغانستان کې د صنعتي پارکونو او د حرارتي مرکزونو جوړولو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

عزیزي ویلي، د طالبانو د سوداګرۍ وزارت یوه طرحه لري چې له مخې به یې ځانګړې اقتصادي سیمې افغانستان کې د امریکا په مخکینیو اډو کې جوړې شي.

د ویلو ده، چې امریکا افغانستان کې د حضور پرمهال په پروان، هلمند او نورو ولایتونو کې لویې اډې لرلې.

ورته لیکنې

Back to top button