۸صبح، کابل: دیپلومات مجلې په خپله وروستۍ مقاله کې ویلي، چې چین د اقتصادی ډګر ترڅنګ په امنیتی ډګر کې هم د طالبانو لپاره په یوه هیلهمنده سرچینه بدل شوی دی.
دا لیکنه چهارشنبه د کب میاشتې پر درېیمه نېټه «په افغانستان کې د چین راتلونکي وریځې» تر سرلیک لاندې خپره شوې ده.
د مقالې لیکوال ادعا کړې، چې طالبان ښايي له امریکا وروسته چین د اقتصادي پانګونې د یوې احتمالي سرچینې په توګه وګڼي او بیجینګ نه یوازې په اقتصادي ډګر، بلکې په امنیتي ډګر کې هم د تعاملاتو د زیاتولو په وړاندیز سره د طالبانو هیلې پیاوړې کړې دي.
خو د مقالې لیکوال په دې باور دی، چې په افغانستان کې د داعش مخ په زیاتېدونکي ګواښ د سیمې په مسایلو کې د چین ژمنتیا ستونزمنه کړې ده.
د لیکوال په باور داعش اوس د طالبانو اصلي سیال ګرځېدلی او په خپله همغږي کار او هدفي بریدونو سره یې په کابل کې د امنیت د ټینګښت لپاره د طالبانو وړتیا تر جدي پوښتنې لاندې راوستلې ده.
په دې مقاله کې راغلي چې په کابل کې د روسیې او پاکستان د سفارتونو په ګډون پر دیپلوماتیکو ځایونو د داعش بریدونه د دیپلوماتیکو ماموریتونو په نښه کول په ډاګه کوي او د داعش خراسان څانګه په فعاله توګه چین هدف ګرځوي، چې له طالبانو سره خپل تعامل پراخوي.
د طالبانو او چین ترمنځ د اقتصادي او امنیتي اړیکو د زیاتوالي خبرې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې یوې هندۍ رسنۍ راپور ورکړی و چې چین ښايي له پاکستان وروسته د طالبانو دویم سوداګریز ملګری شي.