طالبان هڅه کوي چې د ټيټيپي اود پاکستان حکومت ترمنځ خبرې بیا پیل کړي

۸صبح کابل: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې افغان طالبانو د تحریک طالبان پاکستان او د دغه هېواد د حکومت تر منځ د خبرو اترو د بیا پیلولو هڅې پیل کړي دي.
ایکسپریس تریبیون د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۸ مه) راپور ورکړ چې په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان مشر نورلي محسود احتمالا د افغان طالبانو په منځګړیتوب د پاکستان او افغانستان د سرحدي سیمو له یوه پلاوي سره کتلي دي.
دا غونډه د هغو هڅو یوه برخه ده چې د هغو خبرو اترو د بیا پیلولو احتمال وڅېړل شي چې د تېر کال په نومبر میاشت کې ځنډول شوي وې.
تر اوسه دواړو لورو په رسمي توګه دا موضوع نه ده تایید کړې.
یوه پاکستاني چارواکي چې له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري ددې غونډې په هکله بې خبري ښودلې ده.
په همدې حال کې د پاکستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې د پاکستاني طالبانو په اړه د دغه هېواد په پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی.
دغه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يي واخيستل شي وويل:«موږ نور د تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو په لټه کې نه يو.»
تر دې مخکې پاکستاني چارواکو د سولې د خبرو د پیل لپاره د ټيټيپي تسلیمېدل یو له شرطونو څخه بللی و.
سره له دې چې پاکستان د سولې خبرو ته د دوام ورکولو انکار کړی، خو افغان طالبان خپلو هڅو ته لا هم دوام ورکوي چې اسلام اباد له ټيټيپي سره نږدې کړي.
د مې په میاشت کې اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د دغه هېواد له انکار سره سره د تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو ملاتړ وکړ.
په هر صورت، اسلام اباد په دې باور دی چې افغان طالبان به هېڅکله د پاکستاني طالبانو پر ضد له زور څخه کار وانخلي ځکه چې دوی یو ګډ هدف تعقیبوي.