۸صبح، بامیان: له بامیانو څخه سیمه ییزې سرچینې وايي، چې طالب استخباراتو په دغه ولایت کې یو ډاکټر نیولی دی.
له بامیانو سیمه ییزې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي، چې پرون چهارشنبه د چنګاښ پر ۱۵ طالب استخباراتو د ولایتي روغتون یو ډاکټر نیولی دی.
د سرچینو په وینا، دا ډاکټر یوسف نومېري او کابل ته د تلو پر مهال د بامیان په شش پل سیمه کې طالب استخباراتو نیولی دی.
سرچینې زیاتوي: «ډاکټر یوسف د بامیانو په ولایتي روغتون کې چې په ملا غلام ښارګوټي دی، کار کوي. د هغه د نیولو لامل روښانه نه دی.»
بامیانو کې طالب مسوولان د دغه ډاکټر د نیول کېدو په تړاو بې خبري ښيي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو او د سرپل په بلخاب کې د مولوي مهدي ترمنځ تر څلور ورځنۍ نښتې وروسته، اوس طالبانو په بامیانو کې سخت بندیزونه وضع کړي او ځینې کسان له یاد ناراضي طالب قوماندان سره د همکارۍ په شک نیسي.