طالبانو په فاریاب کې یو پخوانی پوځي له سي آی اې سره د همکارۍ په تور نیولی دی

۸صبح، فاریاب: طالبانو په فاریاب ولایت کې د مخکیني حکومت یو پوځی د امریکا له استخباراتي سازمان سي ای اې سره د همکارۍ په تور نیولی دی.

طالبانو د تېر حکومت دا پوځي سه شنبې د لیندۍ په لومړۍ نېټه د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې نیولی او کابل ته یې لېږدولی دی.

د مخکیني حکومت د ملي امنیت دا افسر عبدالکریم نومېږي او د میمنې ښار د درېيمې ناحیې د تکلي خانه سیمې اوسېدونکی دی.

د سرچینو په وینا، هغه درې میاشتې مخکې پاکستان ته تللی و او پوځي فعالیت یې نه درلود.

طالبانو له دې مخکې هم په بېلابېلو عملیاتو کې په میمنې ښار کې د تېر حکومت څو پوځیان نیولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button