طالبانو په کندهار کې یو مخکینی پوځي نیولی او نامعلومه ځای ته یې لېږدولی دی

۸صبح، کندهار: د طالبانو له خوا د مخکینیو پوځیانو د نیولو په دوام کې دغې ډلې په کندهار کې د پولیسو یو مخکینی افسر نیولی دی.

سرچینې جمعه د مرغومي پر دویمه نېټه وایي، چې د پولیسو مخکینی افسر محمدمحسن د کندهار ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې لس ورځې مخکې د شپې له خوا د طالبانو له نیول او یوه نامعلومه ځای ته لېږدول شوی دی.

د دغه مخکیني پوځي کورنۍ ۱۰ ورځې کېږي چې د محسن له برخلیکه بې‌خبره ده.

کندهار کې سرچینې وايي، چې محمدمحسن پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر شخصي کاروبار بوخت و، او له کومې ډلې سره یې اړیکه نه لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دې مخکې هم کندهار کې یو مخکینی افسر نیولی و؛ د دغه نیول شوي پوځي مړی دوې ورځې وروسته په دې ولایت وموندل شو.

ورته لیکنې

Back to top button