طالبانو په ننګرهار کې یو طنز ليکونکی نیولی دی

۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار ځايي سرچینې وایي، طالبانو د دغه ولایت یو طنز ليکونکی حاجي دیدن چې په حاجي کاکا مشهور دی، نیولی دی.
باوري ځايي سرچينې وايي، چې دغه طنز ليکونکى د چهارشنبې په ورځ د سلواغې پر ٢٦مه، د طالبانو له خوا نيول شوى دى.
د سرچينو په وينا، حاجي ديدن په ټولنيزو شبکو کې طنزونه ليکل او طالبانو له کوم جرم پرته نيولى دى.
ددغه طنز ليکونکي ورور دلاور فیضان هم پر خپلې فیسبوک پاڼې د حاجي دیدن نیول کېدل تایید کړي او ویلي یې دي، چې هغه هېڅ سیاسي او نظامي فعالیت نه درلود.
فیضان د طالبانو له زندانه د خپل ورور د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.