طالبانو فراه کې لسګونه معترض بزګران نیولي او وهلي ټکولي دي

۸صبح، کابل: طالبانو فراه کې هغه اویا تنه بزګران چې په بازار کې یې د کرنیزو توکو د نرخ د کمزوري کنترول په وړاندې یې اعتراض کړی و، نیولي، وهلي، ټکولي او زندان ته اچولي.

۸صبح ورځپاڼې ته سرچینې وايي چې یو شمېر بزګرانو د چهارشنبې په ورځ، (غوايي په ۱۳مه)، ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ته د اعتراض په ډول ورغلي او د یاد ریاست له چارواکو یې غوښتي، چې د ورځې په اوږدو کې، چې نرخ ناڅاپه له ۱۰۰افغانیو ۲۰افغانیو ته را لوېږی، په بازار کې د محصولاتو د نرخ د کنترول د مدیریت په چاره کې مرسته وکړي.

سربېره پردې، طالبانو نه یوازې چې د هغوی اعتراض او غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې، هغوی یې د فراه د امنیه قوماندانۍ څارخونو ته لېږدولي دي.

سرچینې وايي چې دغه بزګران د طالبانو له لوري د څلورو ساعتونو نیول کېدو په لړ کې، وهل، ټکول شوي دي.

رومي، بادرنګ، کدو، بامیه او هندوانې، د فراه ولایت د روان فصل عمده کرنیز توکي دي. د ساتنې د ځای نشتون او د محصولاتو د خوسا کېدو ګواښ، په دې ولایت کې د بزګرانو له اصلي اندېښنو څخه دي.

د فراه ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکو تر دامهاله د معترضو بزګرانو د نیول کېدو په اړه څه ندي ویلي.

تر دې وړاندې د فراه ولایت بزګرانو د هندوانو د بیې د ټیټوالي له امله هم اعتراض کړی و. تر دې دمخه په ۱۳۹۹ لمریز کال کې، فراه ولایت کې د یو من هندوانې بیه یوه افغانۍ وه.

Back to top button