طالبانو په کابل کې له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور پنځه تنه ونیول

۸صبح، کابل: سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو کابل کې له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور پنځه تنه نیولي او کابل کې د دې ډلې د استخباراتو ۴۰ ریاست ته یې لېږدولي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دغه نیول شوي کسان د پنجشېر د درې ولسوالۍ د عبداللهخېل کلي اوسېدونکي دي او تېره ورځ د لیندۍ پر دوولسمه د کابل ښار له ۱۱ او ۱۷ ناحیو نیول شوي دي.
دغه کسان د شېراحمد، دستګیر، مهتابالدین، عبدالغیور او عبدالرب په نومونه بلل شوي دي.
سرچینې زیاتوی، چې طالبان د پنجشېر په عبداللهخېل کلي کې د دغو کسانو کورونه د پوځي مرکزونو په توګه کاروي.
طالبان د بشري حقونو سازمانونو له خوا تورن دي، چې په پنجشېر ولایت کې یې جنګي جنایت ترسره کړی او ملکیان یې نیولي، شکنجه او په ځینو مواردو کې یې وژلي دي.