طالبانو په کاپیسا کې د دوو پخوانیو پوځیانو په ګډون پنځه تنه ونیول

۸صبح، کاپیسا: په کاپیسا کې ځایي سرچینې په دې ولایت کې د طالبانو له خوا د پخوانیو پوځیانو د نیولو د دوام خبر ورکوي.

سرچینو جمعه د لړم په ۲۷مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې په تازه پېښه کې طالبانو د پنجشنبې ماښام مهال د کاپیسا ولایت د دوهمې حصې ولسوالۍ له جمال اغې سیمې څخه د دوو پخوانیو پوځیانو په ګډون پنځه تنه نیولي او نامالوم ځای ته یې لېږدولي دي.

د سرچینو په وینا، نیول شوي کسان احمدرشاد، فیاض، لعل‌آقا، تمیم او احمدزی نومېدل او ویل کېږي چې له دوی څخه دوه یې د تېر حکومت پوځیان وو.

دا په داسې حال کې دي چې تېره ورځ هم په کاپیسا کې د یوه ښوونکي او یو زده کوونکي په ګډون د اوو تنو د نیول کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.

که څه هم طالبانو دا کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي، خو سرچینې وایي چې نیول شویو کسانو له دغې جبهې سره هېڅ تړاو نه درلود.

ورته لیکنې

Back to top button