طالبانو د پنجشېر یو سیمه‌ییز سندرغاړی موسی شاهین د دویم ځل لپاره په کابل کې ونیوه

۸صبح، کابل: کابل ښار کې سرچینې وايي، چې طالبانو د پنجشېر یو ځایي سندرغاړی موسی شاهین د دویم ځل لپاره نیولی دی.

سرچینې چهارشنبه د سلواغې پر پنځمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، تر اوسه روښانه نه ده چې طالبانو شاهین په کوم تور نیولی او چېرته یې لېږدولی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پنجشېر ځایي سندرغاړی موسی شاهین له دې مخکې هم ایران ته د سفر پرمهال د طالبانو له خوا نیول او شکنجه شوی و.

طالبانو پر افغانستان له واکمنۍ وروسته زیات شمېر سندرغاړي او هنرمندان نیولي او شکنجه کړي دي.

ورته لیکنې

Back to top button