۸صبح، کاپیسا:ځایي سرچینې په کاپیسا کې د طالبانو له لوري د یوه ښوونکي په ګډون د شپږو ملکیانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
باوري سرچینو د پنچشنبې پر ورځ، د لړم پر۲۶مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې طالبانو دغه کسان د کاپیسا ولایت د حصه اول او حصه دو ولسوالیو په خم زرګر او جلدګ کلیو کې نیولي دي.
د سرچینو په وینا، د نیول شویو کسانو په ډله کې د جاوید په نوم د ښوونځي یو ښوونکی هم شامل دی.
طالبانو دغه کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
تر دې وړاندې هم، طالبانو په کاپیسا ولایت کې د مقاومت له ملي جبهې سره د تړاو په تور لسګونه ملکیان نیولي، شکنجه کړي او په ځينو برخو کې په ډزو سره وژلي دي.