د طالبانو ډلې له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو نيول ودروي

۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د پاکستان له زندانونو ۶۶ افغان بندیان خوشي شوي دي.

په کراچۍ کې د طالبانو جنرال کونسل (عبدالجبار تخاري) وايي، دغه افغانان د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۳مه، د سند له زندانونو خوشې شوي او د چمن له لارې هېواد ته راستانه شول.

تخاري په یوه ویډیو کې، د پاکستان له حکومته غوښتي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر ودروي او د دغه هېواد په زندانونو کې پاتې افغانان خوشي کړي.

په کراچۍ کې د طالبانو جنرال کونسل وايي، په خوشې شویو بندیانو کې ماشومان هم شامل دي.

تر دې وړاندې د نږدې دوو کلونو په لړ کې، د پاکستان له زندانونو دوه زره او ۲۷۶ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پولیسو په سلګونو هغه افغان کډوال نیولي چې ویل کیږي په دغه هیواد کې په غیر قانوني توګه اوسېدل.

داسې راپورونه هم شته، چې پاکستاني پولیس، د هغه هېواد په زندانونو کې افغانان شکنجه کوي او وهي ټکوي.

تر دې مخکې، سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و، چې پاکستاني امنیتي ځواکونو هغه کسان هم نیولي او بندیان کړي، چې د اوسېدو قانوني اسناد ورسره وو.

Back to top button