طالبانو په زابل کې هر ډول انځور لګول منع کړل

۸صبح، کابل: زابل کې د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست په یوه تازه اقدام کې په دغه ولایت کې د هر ډول انځور لګول منع اعلان کړي دي.

ځایي سرچینې وایي، چې زابل کې د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست جمعه د مرغومي پر شپاړسمه نېټه له موټرو په ګټې اخیستو په یوه تبلیغاتي کمپاین کې د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې هټیوالو ته خبرداری ورکړ، چې پر خپلو هټیو د هر ډول انځورونو له لګولو ډډه وکړي.

زابل کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر د تازه فرمان له مخې پر هټیو او موټرو ان د دغې ډلې د مشرانو انځورونه هم منع دي.

زابل کې طالبانو خبرداری ورکړی، چې سرغړونکو ته سزا ورکول کېږي.

د ویلو ده، چې د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست له دې مخکې ښځې په ودونو کې له سندرو منع کړې وې.

ورته لیکنې

Back to top button