طالبانو په افغانستان کې د چرسو په کرلو بندیز ولګاوه

۸صبح، کابل: د طالبانو د ډلې نه‌لیدل شوي مشر ملاهبت الله اخندزاده، په افغانستان کې د چرسو په کرلو بندیز اعلان کړ.

د طالبانو د چارو ادارې ټوېټر پاڼې د شنبې په شپه (کب ۲۷) د چرسو کرلو د منعی په اړه د طالبانو د مشر ۵۱۰ نمبر فرمان ټویټ کړ.

د طالبانو مشر په دغه فرمان کې ویلي: «په ټول هېواد کې د چرسو کښت، په مطلق ډول منع دی او له دې وروسته څوک په خپلو زمکو کې چرس نه شي کرلای او که په خپلو زمکو کې چرس وکري؛ نو کښت به یې له منځه وړل کېږي.»

په دغه فرمان کې ملاهبت الله د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د دغې ډلې نورو پلټونکو څانګو ته امر کړی چې مجرمین محکمې ته حاضر کړي.

د دغه فرمان په یوه برخه کې، د طالبانو قضايي ارګانونو ته هم امر شوی، چې سرغړونکو ته د شرعي نصوصو پر بنسټ سزا ورکړي.

د طالبانو مشر په داسې حال کې په افغانستان کې د چرسو پرکښت بندیز اعلان کړی، چې د راپورونو له مخې په جنوبي ولایتونو کې، د کوکنارو د کښت او د مخدره توکو د قاچاق د بندولو په اړه د ملاهبت‌الله مخکنی فرمان هسې د خولې خبره وه او دم‌ګړۍ د دغو ولایتونو په بازارونو کې د تریاکو اخیستل او پلورل عادي روان دي.

ورته لیکنې

Back to top button