طالبانو هلمند کې د خلکو په مخکې د یوې ښځې په ګډون ۱۲ ته په دُرو ووهل

۸صبح، هلمند: هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي، چې د محکمې د پرېکړې له مخې یې په نادعلي ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون ۱۲ تنه په دُرو وهلي دي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض چهارشنبه د لیندۍ پر دېرشمه رسنیو ته ویلي، چې دا پرېکړه د نادعلي ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د حکم پربنسټ نیول شوې ده.

د هغه په وینا ۱۲ تنه، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده د غلا او له واده پرته اړیکې په تور نیول شوي او وروسته محکمه کې له اعتراف وروسته په عام محضر کې له ۱۰ تر ۳۹ متروکو وهل شوي دي.

د ویلو ده، چې تېره اونۍ هم په لښکرګاه ښار کې ۲۰ تنه د غلا او نورو تورونو په تړاو په متروکو وهل شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button