۸صبح، پروان: پروان کې ځایی سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې ۱۸ نارینه او ۹ ښځې په دُرو وهلي دي.
سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو دغه کسان پنجشنبه د لیندۍ په ۱۷ د پروان ولایت د مرکز چاریکار ښار په لوبغالي کې د غلا، له واده مخکې د اړیکو او له کوره د تېښتې په تورونو په عام محضر کې په دُرو ووهل.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې هر يو له ٢٩ تر ٣٥ دُرو وهل شوي دي.
پر دغو کسانو د حد جاري کولو په مراسمو کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو او د پروان ولایت سلګونو اوسېدونکو هم حضور درلود.
طالبانو تېره ورځ په فراه ولایت کې هم یو سړی قصاص کړ. لوړپوړو طالب چارواکو له نږدې د دغه کس د اعدام ننداره وکړه.