۸صبح، کابل: بدخشان کې طالبانو د دوو ښځو په ګډون ۱۱ تنه د خلکو په مخکې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې جمعه د سلواغې پر اتهویشتمه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو د دغو کسانو د محاکمې خبر ورکړی دی.
د طالبانو دغې ادارې ویلي، چې دا کسان د «اخلاقي فساد» او له واده پرته اړیکو په تور په متروکو وهل شوي دي.
دغه کسان جمعه غرمهمهال د طالبانو د ملکي او پوځي چارواکو په حضور په دُرو وهل شوي دي.
طالبان معمولاً پر اخلاقي فساد تورن کسان له ۲۵ تر ۳۵ دُرو وهي.
طالبانو په وروستیو میاشتو کې څو ځله د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو پر صحرایي محکمې لاس پورې کړی او د طالبانو دغه کار په لومړیو کې له توندو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو.