طالبانو په هرات کې یو ټکسي چلوونکی د محرم له لرلو پرته د يوې ښځې د سپرولو په تور وهلی ټکولی دی

۸صبح، هرات: په هرات کې ځایي سرچینې وایي، طالبانو په دغه ولایت کې یو ټکسي چلوونکی له دې امله وهلی، چې ولې يې بې محرمه ښځه سپره کړې ده.

سرچینو پنجشنبه  د لیندۍ پر لسمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې طالبانو دغه ټکسي چلوونکی د هرات ولایت د معارف څلورلارې په يوه پلټنځای کی درولی او وهلی ټکولی یې دی.

تر دې مخکې د هرات د امربالمعروف او نهي عن المنکر رياست ښاري ټکسي چلوونکو ته ويلي وو، چې په لومړي سېټ کې بايد د موټر چلوونکي او ښځې ترمنځ د حجاب په نامه يوه پرده وي.

ورته لیکنې

Back to top button