طالبانو په ننګرهار کې یوه ښځه او دوه نارینه په دُرو ووهل

۸صبح، ننګرهار: ننګرهار کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې یوه ښځه او دوه نارینه په دُرو وهلي دي.
ځایي سرچینې سه شنبه د لیندۍ پر پنځهلسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ لومړۍ محکمې یوه ښځه او دوه نارینه له واده مخکې اړیکو په تور په دُرو وهلي دي.
د سرچینو په وینا طالبانو دغه درې کسان د محکمې له حکم وروسته د خلکو په وړاندې په متروکو وهلي دي.
طالبانو له دې وړاندې په نورو ولایتونو کې هم ښځې او نارینه په بېلابېلو تورونو په متروکو وهلي دي.