طالبانو په لغمان کې د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه په دُرو ووهل

۸صبح، کابل: د طالبانو د صحرایي محاکمو په دوام لغمان ولایت کې یوه ښځه او پنځه نارینه د خلکو په مخکې په دُرو وول شول.
دغو کسانو ته چهارشنبه د مرغومي پر اوومه نېټه د لغمان ولایت په قرغي ولسوالۍ کې سزا ورکړل شوې ده.
طالبانو د دغو کسانو جرم له واده پرته اړیکې اعلان کړې دي.
طالب مسوولانو د دُرو وهلو د بهیر د نندارې لپاره راغلو خلکو ته ویلي: «دا د نورو د عبرت او د ټولنې د اصلاح لپاره ترټولو غوره لار ده.»
دغه تورن کسان هر یو له ۳۰ تر ۳۵ دُرې وهل شوي دي.
طالبانو له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره سره صحرایي محاکمو ته دوام ورکړی دی.