طالبانو په لوګر کې د ښځو په ګډون دوولس تنه د خلکو په مخکې په مترکو ووهل

۸صبح، لوګر: طالبانو په لوګر ولایت کې د درېيو ښځو په ګډون ۱۲ تنه له واده پرته جنسي رابطې په تور په دُرو ووهل.
په لوګر کې ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د دې ولایت استیناف محکمې چهارشنبې د لیندۍ په دوهمه دا کسان د لوګر په سپورتي لوبغالي کې محاکمه کړي دي.
هر یو دغه کس د زنا، لواطت او غلا په تور له ۲۱ تر ۳۹ دُرې وهل شوي دي.
د سرچینو په وینا، په لوګر ولایت کې سلګونه تنه د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د محاکمې بهیر د لیدلو لپاره راټول شوي وو.
په لواطت تورن کس ته تر ټولو لویه سزا یعنې ۳۹ دُرې سزا ورکړل شوې ده.
د طالبانو دا طریقه په نویمه لسیزه کې ددې ډلې سزا ته ورته قوانین دي چې تل له نیوکو سره مخ شوي دي.
تېره اونۍ هم په تخار ولایت کې د طالبانو محکمې د ښځو په ګډون نولس تنه د خلکو په مخکې په مترکو ووهل.