طالبان د يووالي او پاشلتوب په منځ کې

دا ټولو ته څرګنده ده چې طالبان له ګڼو څانګو او بهیرونو جوړ دي او احتمالاً متضاد دي، خو دا چې ایا په اوسني وخت کې په دغه بهیر کې دا تنوع او تضاد تر دې بریده دی چې په دې ډله کې د بنسټیز بدلون پر لور د رڼا د ککړکۍ د پرانیستو هیله ترې وشي، د هېچا لپاره څرګنده نه ده، له همدې امله هغه قضاوتونه او هغه ګمانونه چې په دې تړاو کېږي، له سلیقه یي فرضیو سره ګډ شوي او د دې ډلې په تړاو د ذهني او عیني چارو پوله ورکېږي.
طالبان زموږ په سیمه کې د یوې ښکارندې په توګه، البته د یوې ورانوونکې ښکارندې په توګه له یوه اړخه د مډرنیزاسیون بهیر پروړاندې د افغاني ټولنې د دودیزو برخو غبرګون بلل کېږي او تفسیر کېږي. هغه کسان چې دا اړخ رابرسېره کوي، لږ تر لږه ځینې یې د دغه بهیر د توجیې کولو او عادي کولو په هڅه کې دي، خو طالبان دې کچې ته د راټېټېدو وړ نه دي. د دغه بهیر تر ټولو مهم اړخ او د پاموړ عوامل د هغه ايډيالوژيک او استخباراتي اړخ دی، کنه په ډېرو ټولنو کې داسې بهیرونه شته، چې د نويتابه پر ضد دي، خو د تاوترخجنو او د ځانمرګو پرعناصرو د تکیه کوونکو ډلو د رامنځته کېدو لامل نه کېږي. په واقعیت کې استخباراتي عامل د طالبانو تر چتر لاندې د بېلابېلو افراطي څانګو او ډلو د یو ځای کېدو لامل شو او هغوی یې د افغانستان او سیمې په چارو کې په یوه جدي او مهم لوبغاړي بدل کړل. البته د هغو کسانو یوه برخه چې تر دې چتر لاندې راتلل، نه یې ایډیالوژیکه انګیزه درلوده او نه هم استخباراتي تړاو، خو د هیواد د ناانډوله انکشاف له بهیره د ناخوښۍ او له امتیازاتو او ونډو د بې برخې کیدو له امله په ناراضي عناصرو بدلېدل او له دې ډلې سره یو ځای کېدل. خو دغو عناصرو د دغې ډلې په تنظیمولو کې بنسټيز رول نه درلود او یوازې د جګړې د اور په سونګ توکو بدلیدل.
د طالبانو اصلي څانګې چې ایډیالوژیک او استخباراتي ځواکونه وو، له فکري پلوه له څو ډلو جوړ شوي وو. د هغوی لویه برخه دیوبندي، ځینې پنجپیریان، ځینې سلفیان، ځینې سیفي صوفیان او ځینې دودیز حنفیان وو. هغه څه چې د دغو مخالفو ځواکونو اړیکې ټینګې ساتلې، هغه ګډ دښمن و، چې د ډیموکراټیک نیم بنده نظم په اډانه د اکثریت سیاسي ځواکونو په مشارکت سره رامنځته شوی و. له جمهوري نظام سره مقابلې او د هغه پر ړنګولو تمرکز له دې سره مرسته وکړه، چې د دغو ډلو خپل منځي اختلافات په لنډمهالي ډول یوې خوا ته پرېښودل شي او ټول تر یوه بیرغ لاندې وجنګېږي. یوازینی هغه ځواکونه چې طالبانو ته ورته ایډیالوژي یې لرله او له دې ډلې یې خپله لاره جلا کړې وه، د حکمتیار حزب اسلامي و چې له تېر حکومت سره یې د پخلاینې لاره خپله کړه او نور هغه عناصر وو چې له داعش سره یو ځای شول او د زیات تاوتریخوالی پر لور روان شول او اوس د دواړو غاړو یو شمېر کسان طالبان شوي دي.
د جمهوريت له ړنګېدو وروسته، کله چې د لویو غنمتونو د وېش وخت راغی، د طالبانو خپلمنځي سیالي نوره هم څرګنده شوه او درزونه یې یې نورهم رابرسېره کړل. له هغې ورځې تر نن ورځې پورې دا سیالي دوام لري، که څه هم کله کله د آی ایس آی د مشر په لاسوهنې او کله هم د ملا هبت الله په لاسوهنې سره په لنډمهالي ډول د جګړې مخه نیول کیږي، خو هېڅ بنسټیزه حل لاره نه لري. ټولې هغه ډلې چې اصلي موخه یې واک ته رسېدل دي، واک ته له رسېدو وروسته د ډېرې ونډې د ترلاسه کولو لپاره پر یو بل اخته کېږي او په دې لاره کې کله ناکله نویو متحدانو ته د دوستۍ لاس ورکوي او کله هم ان په خپلو پخوانیو فکري دريځونو معامله کوي. طالبان لا سره یو موټي شوي نه دي او څرګنده نه ده، چې دا خپل منځي بېلوالی به بالاخره په یو والي بدل کړي او که به یې د تل لپاره فاتحې ته لاسونه پورته کړي.