طالبانو د افغانستان په اړه د بنټ راپور پروپاګند بللی

۸صبح، کابل: د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت د نوي راپور په اړه غبرګون ښودلی.

مجاهد نن سه شنبه ( د غبرګولي په ۳۰مه) په یوه ټوېټ کې لیکلي چې ملګرو ملتونو او غربي هېوادونو د دې ډلې پر ضد پراخ تبلیغات پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه:«د افغانستان د وضعیت په اړه د ریچارډ بنت راپور یوازې پروپاګند دی چې له حقایقو سره سمون نه خوري.»

د طالبانو ویاند دې ته اشاره وکړه چې په افغانستان کې اسلامي قوانین نافذ دي او غربي هېوادونه د اسلام سره مخالفت لري.

مجاهد دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا چارواکو د دې شورا په درې پنځوسمه غونډه کې اندېښنه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک پرون دوشنبه (د غبرګولي په ۲۹مه) د بشري حقونو د شورا د غونډې په پیل کې وویل چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو په سیستماتیک ډول ځپل په نړۍ کې بې سارې دي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بنټ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ او پر نړۍ یې غږ وکړ چې د طالبانو له خوا جنسیتي آپارتاید د نړیوال جرم په توګه وپېژني.

طالبانو لدې مخکې هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې کمېټې د وروستي راپور په غبرګون کې هغه بې بنسټه او ناسم بللی دی.

Back to top button