طالبانو هغه راپورونه تبلیغات وبلل چې ګواکې افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی

۸صبح، کابل: طالبانو د واشنګټن پوسټ د هغه راپور په غبرګون کې چې د پنټاګون د افشا شویو استخباراتی اسنادو په حواله په کې ویل شوي و، چې «افغانستان د داعش ډلې د همغږۍ مرکز ګرځېدلی»، دا راپور تبلیغات بللي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په شپه (غویې۳مه) په یو لړ ټویټونو کې د واشنګټن پوسټ دا راپور بې اساسه بللی او رد کړی دی.

د طالبانو د ډلې ویاند په داسې حال کې چې د دې ډلې لخوا د امنیت د تامینولو ادعا کوي وویل «د دې پر ځای چې افغانستان د نړۍ لپاره د خطر په توګه مطرح کړئ، باید د طالبانو قدرداني وش!»

مجاهد لیکلي: «د مغرضانه راپورونو خپرول ښيي چې ځینو امریکايي کړیو لا هم افغانستان سره له خپلې کرکې او دښمني لاس نه دی اخیستی.»

په ټولنیزو شبکو کې د امریکا د دفاع وزارت د محرمو استخباراتي اسنادو له افشا کېدو وروسته، واشنګټن پوسټ دوه ورځې وړاندې، د دغو اسنادو پر بنسټ راپور ورکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان، د داعش ډلې د همغږۍ مرکز ګرځېدلی دی.

په همدې حال کې د استرالیا د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ، تېره اوونۍ په یوه څېړنه کې اعلان وکړ چې افغانستان سږ کال په جنوبي اسیا کې، د تروریستي ګواښونو تر ټولو لوړه کچه لري.

Back to top button