طالبانو په غور کې يو پخوانى جهادي قوماندان نيولى

۸صبح، غور: په غور کې ځایی سرچینې وایي، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د دغه ولایت د تیورې ولسوالۍ په «دهن ‌یخن» په کلی کې یو پخوانی جهادی قوماندان نیولی دی.

سرچینې زیاتوي، چې د دغه پخواني جهادي قوماندان نوم دین محمد دی او پنجشنبې په سهار د لیندۍ په درېمه د طالبانو له لوري نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، قوماندان دين محمد په تېر حکومت کې هېڅ پوځي او ملکي دنده نه لرله، خو د طالبانو حکومت په تېره دوره کې د دې ډلې له مخالفو جهادي قوماندانانو څخه و.

د غور سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې شاوخوا پنځه مياشتې مخکې طالبانو د غور په تيورې ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون پخوانى قوماندان محمد عثمان ملکزاده له خپل وراره سره نيولى و.

ورته لیکنې

Back to top button