طالبانو په پنجشير کې يو مخکينی پوځي ونيوه

۸صبح، پنجشیر: ځايي سرچینې په پنجشیر کې د طالبانو له لوري د مخکيني حکومت د يوه پوځي د نیولو خبر ورکوي.

سرچينې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې طالبانو دغه مخکينی پوځي چهارشنبه د مرغومي پر ۱۴ د درې ولسوالۍ په عبدالله‌خېلو سیمه کې نیولی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کس چې خدا داد نومېږي، د مخکيني حکومت د ملي امنيت رياست کارکوونکى و.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

طالبانو پرون هم د پنجشېر ولايت په دره ولسوالۍ کې دوه ملکي وګړي ونيول. د راپورونو له مخې، دغه کسان له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button