طالبانو په بغلان کې د یوه ښوونځي ښوونکی ونيو

۸صبح، بغلان: په بغلان ولایت کې ځایی سرچینې وایي چې طالبانو په دغه ولایت کې یو ښوونکی نیولی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې، چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ(دغبرګولي په ۱۱مه) له غرمې مخکې د دغه ولایت د ده صلاح ولسوالۍ د «سنگبُران» لېسې ښوونکی عبدالبصیر د نا معلومو دلایلو له مخې نیولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی.
د عبدالبصیر د خپلوانو په وينا، هغه له ۴۰ کلونو راهیسې تدریس کاوه او له ښوونځي نه د ده صلاح بازار ته د راستنېدو پر مهال د طالبانو لخوا نیول شوی دی.
دغه سرچينه زياتوي، چې نيول شوى کس بوډا او په عين حال کې ناروغ هم دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې په دغه ولایت کې سرچینې وايي چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په جر خشک سیمه کې یو ملکي وګړی چې اوس اوس له ایرانه راستون شوی و، د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې په بیلابیلو تورونو ملکي وګړي نیولي، بندیان کړي، وهلي ټکولي او په ځينو موردونو کې وژلي دي.