طالبانو په پنجشیر کې یو ښوونکی او یو پخوانی پوځي افسر نیولي

۸صبح، پنجشیر: سیمه ییزې سرچینې په پنجشیر کې د طالبانو له خوا د یوه ښوونځي د ښوونکي او د پخواني حکومت د یو افسر د نیولو خبر ورکوي.
سرچینو د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۷مه) ناوخته له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې طالبانو د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت یو افسر ثنا الرحمن او د پنجشیر د یوه ښوونځي ښوونکی صدام حسین دوه ورځې وړاندې د عنابه ولسوالۍ په آبدره سیمه کې نیولي دي، او د دغه ډلې د استخباراتو ۴۰ ریاست ته وړل شوي دي.
که څه هم تر اوسه د دغو دوو کسانو د نيول کېدو کره انګيزه نه ده معلومه، خو سيمه ييزې سرچينې وايي، چې دغو دوو ځوانانو د تېر حکومت له پرځېدو وروسته د طالبانو له مخالفو سياسي او نظامي ډلو سره هېڅ ډول اړيکې نه درلودې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو ورځو کې په پنجشير ولايت کې د پخوانيو پوځيانو او ملکي وګړو د نيولو پېښې زياتې شوې دي.
په تازه پېښه کې طالبانو د شنبې په ورځ هم په کابل کې د پخواني حکومت د ملي امنیت د ریاست یو کارکوونکی نیولی دی.
دغه کس غياث الدين نوميږي او د پنجشير ولايت د راخه ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى او د کابل ښار د خيرخانې په سيمه کې يې ژوند کاوه.