طالبانو په دايکندي کې خپل يو هزاره قوماندان ونيوه

۸صبح، دايکندي: په دایکندي کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې طالبانو خپل یو هزاره قوماندان نیولی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، محمد باقر مبلغ زاده د چهارشنبې په ورځ د غويي په ۲۰ مه، د دایکندي ولایت له مرکز نیلي ښار څخه طالبانو نیولی دی.

یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د طالبانو یوې ډلې د دایکندي ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د مبلغ‌زاده پر کور چاپه وهلې او دوه ټانګونه، یو رینجر او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له ځانه سره وړي دي.

د معلوماتو له مخې، د دغه طالب قومندان له کوره دوه ټانګونه، یو رینجر او یوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې د دغه هزاره طالب قوماندان دوه وروڼه له سیمې تښتېدلي او غرونو ته یې پناه وړې ده.

په دايکندي کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

محمد باقر مبلغ زاده د دایکندي ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د پخواني حکومت د مخالفې وسله والې ډلې قوماندان و. نوموړی د طالبانو په راتګ سره له دغې ډلې سره یو ځای شو او د طالبانو له لوري د دغه ولایت د ښار جوړونې او ځمکو د رئیس په توګه وټاکل شو.

Back to top button