د طالبانو مرکزي بانک د بانکي پېرودونکو له حسابونو څخه د پیسو ایستلو محدودیت راکم کړ

۸صبح، کابل: مرکزی بانک چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوی، په افغانستان کې د بانکی حسابونو له لارې د پیسو د ورکړې کچه لوړه کړې ده.

دغه بانک د دوشنبې په ورځ (وري ١٤)، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه پرېکړه د بانکونو د پېرودونکو د اسانتيا په موخه شوې ده.

د مرکزي بانک د اعلامیې له مخې، له دې وروسته به د ډالري حسابونو خاوندان کولای شي چې په اونۍ کې ۶۰۰ امریکايي ډالر او په میاشت کې ۲ زره ډالر له خپلو حسابونو وباسي، دا په داسې حال کې ده چې پخوا دغه اندازه په اونۍ کې ۴۰۰ او په میاشت کې یو زر او ۲۰۰ ډالره وه.

د طالبانو د مرکزي بانک په خبرپاڼه کې راغلي، هغه بانکي پېرودونکو چې په افغانۍ اکاونټونه لري کولای شي په اونۍ کې ۵۰ زره افغانۍ له خپلو اکاونټونو وباسي، چې دا اندازه د میاشتې له ۱۰۰ زرو افغانیو څخه ۲۰۰ زرو افغانیو ته لوړه شوې ده.

د طالبانو مرکزي بانک همدا ډول د شرکتونو بانکي حسابونو ته اجازه ورکړې چې له خپلو حسابونو څخه ۴۰،۰۰۰ ډالر ایستلی شي، چې پخوا دا اندازه ۲۵،۰۰۰ ډالره وه.

مرکزي بانک هغه بانکي حساب لرونکو ته چې د ۱۴۰۰/۸/۱۲ څخه وروسته یې په خپلو حسابونو کې پیسې اضافه کړي او یا له دې وروسته پیسې اضافه کړي ویلي چې هرکله چې وغواړي خپلې ټولې پیسې له حساب څخه ایستلی شي.

طالبانو خصوصي بانکونو ته خبرداری ورکړی، چې که له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي، له دوی سره به سخت چلند وشي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې تر دې مخکې د طالبانو ورته فرمانونه د خصوصي بانکونو له خوا نه دي عملي شوي.

ورته لیکنې

Back to top button