طالبانو د امنیتي زونونو نومونه بدل کړل

۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د امنیتي زونونو د نومونو د بدلولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معینیت د عامه اړیکو او مطبوعاتو امر قاعد افغان شنبه د مرغومي ۱۷ د یوه نوملړ په خپرولو ویلي، چې پر ۸ امنیتي زونونو نوي نومونه اېښودل شوي.

په هغه نوملړ کې، چې د طالبانو د دې چارواکي له خوا خپور شوی د ۱۰۱ اسمایي، ۲۰۲ شمشاد، ۳۰۳ سپین غر، ۵۰۵ بُست، ۶۰۶ انصار، ۷۰۷ پامیر او ۸۰۸ سپین زر زونونو نومونه عربي ته بدل شوي دي.

۱۰۱ بدر زون، ۱۰۲ خندق، ۱۰۳ فاتح، ۱۰۴ خیبر، ۱۰۵ انصار، ۱۰۶ احزاب، ۱۰۷ اقصی او ۱۰۸ حنین په ټول هېواد کې د طالبانو د امنیتي زونونو نوي نومونه دي.

قاعد افغان په یوه ټویټ کې د دغه نوملړ په خپرولو ویلي: «دلته هر څه اسلامي کېږي، انشاءالله.»

په دې لړ کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په رسمي توګه د دغو نومونو په هکله څه نه دي ویلي.

هغه نومونه چې طالبانو تازه پر خپلو امنیتي زونونو اېښي دي د اسلام لومړنیو نښتو ته ګرځي.

د ویلو ده، چې طالبانو پر افغانستان له بېرته واکمنۍ سره د هېواد په پوځي سیستم کې ګڼ بدلونونه راوستي او هغه یې د خپلې خوښې وړ معیارونو له مخې برابر کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button