د طالبانو کړۍ د پاکستان په غاړه کې
یونس نګاه

د افغانستان د دولت پرځېدل او له دغه هېواده د بهرنیانو وتل پاکستان ته بریا وه. پاکستاني چارواکو د طالبانو بیا واکمني ونمانځله او د ویډیوګانو او عکسونو په خپرولو لکه په سرینا هوټل کې د یوې پیالې په چای څښلو يې نړۍ، په ځانګړې توګه د پاکستان، افغانستان او هند وګړو ته د بریا پيغام ورساوه. دا بریا د ننګونو پيل هم و. پاکستان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له شتون څخه مستقیم یا غیرمستقیم ګټه لاسته راوړله. امریکا هر کال پاکستان ته په نقدي توګه ډېرې پيسې ورکولې، په افغانستان کې په پېرو و پلور سره د پاکستان سوداګري او تولید روان و او یوازې د پاکستان له لارې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د توکو او تجهیزاتو په لېږد سره ډېرې پيسې ورکول کېدې. هغه پیسې چې طالبانو د مرستو، نشه يي توکو قاچاق او باج اخیستلو له لارې ترلاسه کولې، راکړه ورکړه یې په پاکستان کې کېدله. د طالبانو په ولکې سره، دا ټولې سرچینې وچې شوې، پاکستان ته په سلګونه زره افغان کډوال واوښتل او د کابل نوي واکمنان هم د خپلو ملاتړو له دې جملې د پاکستان مرستو ته سترګې ونیولې.
هغه ناورین چې په تېر یوه کال کې یې د پاکستان اقتصاد او سیاست زیانمن کړی، که درې اصلي عوامل ولري، یو يې په کابل کې پر ارګ د طالبانو او پاکستان ولکه ده. پاکستان کې وزګارتیا زیاته شوې، د پاکستانۍ کلدارې ارزښت لوېدلی او هغه حکومت چې د پروسږ کال په اګسټ کې يې د افغان طالبانو بریا ونمانځله، د قانوني وخت تر بشپړېدو مخکې وپرځېده.
پاکستان لا دمخه متوجه و، چې ننګونې يې په مخکې دي او تر بریا اوږده لار ورپاتې ده. د هغې ډلې ساتنه او پراختیا چې نور پټنځای او څار ته اړمنه نه ده؛ بلکې یوه خاوره يې په ولکه ده، او جنګ پرېښوولو ته د پاکستاني طالبانو اړ ایستل د پاکستان دوه بېړني ماموریتونه وو. پاکستان د «طالبانو پر امارت» تر ډېره خپله ولکه ساتلې، ځکه په مهمو پوسټونو یې د باور وړ کسان ګومارلي او پاکستاني طالبانو هم تر نامحدود وخته د اوربند په کولو سره له جنګه لاس اخیستی دی؛ خو پر طالبانو د پاکستان د کنټرول د بایللو او سنګر ته د پاکستاني طالبانو د تللو شونتیا شته.
د خبرو مېز ته د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) په حاضرولو کې د پاکستان د استخباراتو او اردو ناکامي د اسلام اباد اندېښنې ورځ تر بلې زیاتوي. په تېره یوه لسیزه کې پاکستان په دې لار کې هر ابزار وکاراوه؛ خو لا يې هم پایله نه ده ترلاسه کړې. له هماغه پيله يې د افغانستان له طالب چارواکو وغوښتل، چې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ سولې ته لاره هواره کړي. پروسږ کال په اکتوبر کې افغان طالبانو ژمنه وکړه، چې د سیاسي حللارې د موندلو لپاره له پاکستان سره مرسته وکړي. په پایله کې پاکستاني طالبانو د یوې میاشتې په مخه اوربند وکړ؛ خو وروسته یې بیا بریدونه پيل کړل او پاکستاني امنیتي سرتېرو ته یې مرګژوبله هم واړوله. دا ځل د پاکستان حکومت د زور لار خپله کړه او د ډیورنډ کرښې دواړو اړخونو ته يې د پاکستاني طالبانو پر ضد بریدونه وکړل. د دواړو اړخونو بریدونه د سږ کال په اپرېل کې زیات شول، چې ورسره د افغانستان خاوره هم بمبار شوه او ډېری ملکي وګړي په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو کورنۍ چې افغان خاورې ته يې پناه راوړې وه، ووژل شول. پاکستان په دې کار سره طالب مشرانو ته ګواښ وکړ، چې که د پاکستاني طالبانو په ځپلو یا د خبرو مېز ته د هغوی په راکاږلو کې ورسره مرسته ونه کړي، پر افغان خاورې تر برید پورې یې وس رسېږي.
خو فشار یې پایله ورنه کړه، ځکه چې افغان طالبان تسلیمۍ ته ټي ټي پي نه شي اړ کولای او احتمالاً له هغې ډلې سره له مخامخېدو وېرېږي، ځکه چې په دې کار سره پخپله افغان طالب ډله په څو برخو وېشل کېږي، خپلمنځي ناندرۍ يې زور اخلي او د دې شونتیا هم شته، چې ټي ټي پي او ځینې افغان طالبان له داعش سره همکارۍ ته ودانګي. څه موده مخکې د پاکستان پوځ رییس جنرال باجوه د دغه هېواد پارلمان کې له داعش سره د پاکستاني طالبانو پر یوځای کېدو اندېښنه وښووله. په هغې فوق العاده ناسته کې د پاکستان صدراعظم، د پاکستان د آی اېس آی رییس جنرال ندیم احمد انجم او د پېښور قول اردو قوماندان جنرال فیض حمید (د آی اېس آی مخکیني رییس) هم ګډون کړی و او پارلمان له ټي ټي پي سره پر مذاکرې هوکړه وکړه.
د طالبانو د منځګړیتوب او پر ټي ټي پي د بریدونو تر ناکامۍ وروسته، پاکستان د قبایلي سیمو مشرانو ته مخ واړاوه. په جون میاشت کې قبایلي مشرانو او په افغانستان کې سیمه ییزو مخورو د ټي ټي پي له مشرانو سره ولیدل؛ خو دې لیدنې هم د سولې بهیر ته لار ونه کاږله؛ خو د جون پر ۱۷ د افغانستان طالبانو وویل، چې پاکستاني طالبانو د نامحدود وخت لپاره اوربند اعلان کړی دی.
تازه د پاکستان استخباراتو د دغه هېواد د مدرسو ارشد مشرانو یو پلاوی له سند، پنجاب او خیبر پښتونخوا څخه موظف کړ، چې افغانستان ته لاړ شي او ټي ټي پي سولې ته وهڅوي. دغه پلاوي تر سفر مخکې په پېښور کې له جنرال حمید او د پاکستان د استخباراتو او اردو له نورو مشرانو سره ولیدل او لازمې لارښوونې ورته وشوې. پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، چې په دغه پلاوي کې د دیوبندي مکتب ټول اړخونه شامل و او تمه کېده، چې ټي ټي پي به له شرعي پلوه د مذاکراتو پر اړتیا سلا کړي. د هغه پلاوي مشري د پاکستان معتبر دیني عالم تقي عثماني کوله، دا پلاوی هم د ټي ټي پي د غوښتنو له یوه نوملړ سره بې لاسته راوړنې ستون شوی دی، دا ځکه چې ټي ټي پي سیاسي غوښتنې لري او مذهب د سرپوښ په توګه کاروي. د ارضي تمامیت سیاسي غوښتنې د پاکستان نظام او د واک وېش له ننګونې سره مخامخ کوي او له همدې کبله، د قومي مشرانو په نصیحت، د افغان طالبانو په فشار او د مذهبي مشرانو په فتوا نه هوارېږي. اوس یوازې د جګړې ډګر د ټي ټي پي برخلیک روښانوي.
د «تابادلِب» په نامه یوه مطالعاتي مرکز راپور چې په اسلام کې يې خپور کړی، د ټي ټي پي غوښتنې داسې رااخیستې دي:
- د قبایلي سیمو خودمختاري چې په ۲۰۱۸ کې له پښتونخوا سره یوځای شوې، بېرته ورکړل شي.
- له قبایلي سیمو د پاکستان ټول نظامي سرتېري وایستل شي.
- د خیبر پښتونخوا په ملکنډ سیمه کې شرعي قانون پلی شي.
- د ټي ټي پي تر ۱۰۰ زیات قوماندانان او جګړه مار د پاکستان له زندانونو څخه ازاد شي.
- د طالبانو د دوو مهمو قوماندانانو د بښنې فرمان د ولسمشر له خوا لاسلیک شي.
- په ملکنډ کې د ټي ټي پي غړو ته د ازاد تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
ټي ټي پي له ملکنډ ورهاخوا په قبایلي سیمو کې د واکمنۍ غوښتنوال دی. ملکنډ یا ملکنډ دیويژن له افغانستان سره پر کرښې شمال ختیځ ته پرته سیمه ده، چې بونېر، چترال، دیر، شنګله، ملکنډ او سوات پکې راځي. پاکستان چې د افغانستان پر جهاد او طالبانو له کلونو وروسته د قبایلي سیمو خودمختاري ترلاسه کړې او اوس يې د غځولو پلان تر آمو سینده پورې لري، د ټي ټي پي دا غوښتنې نه مني او د بښنې په بدل کې د هغې ډلې تسلمېدل غواړي. یاد شوي مرکز له ټي ټي پي څخه د پاکستان غوښتنې په دې ډول لړ کړې دي:
- د ټي ټي پي د تشکیلاتو لغول کېدل
- له نورو شبه نظامي ډلو سره د اړیکو پرېکون
- له تاوتریخجنو فعالیتونو لاس په سر کېدل
- د هېواد د اساسي قانون په چوکاټ کې د قانوني سیاسي بنسټ په توګه جوړېدل.
ویل کېږي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې نږدې شپږ زره وسله وال جګړه مار لري، د هغې ډلې اوسنی مشر مفتي نورولي له افغان طالبانو سره نږدې او پیاوړې اړيکې لري. نورولي د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې د افغانستان په شمال کې له طالبانو سره اوږه په اوږه جګېدلی او په تېرو دوو لسیزو کې يې د ډیورنډ کرښې دواړو اړخونو ته له افغان طالبانو، پاکستاني شبه نظامیانو، د القاعده ډلې غړو او د منځنۍ اسیا له نورو توندلارو سره همکاري کړې ده. هغه د پاکستاني طالبانو د فعالیت په لومړیو کې د دغې ډلې د قاضي په توګه کار کاوه، وروسته يې په کراچۍ کې د ټي ټي پي فعالیتونه پر غاړه واخیستل، ورو ورو د ټي ټي پي مرستیالۍ او ورپسې د دغې ډلې مشرۍ ته ورسېد. هغه اوس په قبایلي سیمو کې د ټولو پاکستاني طالبانو مشري پر غاړه لري او له افغان طالبانو، منځنۍ اسیا او منځني ختيځ له توندلارو سره اړیکې پالي. همدغو اړیکو او د څو زرو وسله والو درلودل هغه او ډلې ته یې ځواک وربښلی، چې ان که په دې سره افغان طالبان له پاکستان سره هم خوابدي کېږي، خو له هغې ډلې سره ځان نه مخامخوي. اوس د پاکستان مفتوحه هېواد افغانستان چې د پاکستاني جنرالانو په لاس د روزل شویو امارتیانو په منګولو کې دی، ټي ټي پي ځان کم نه ګڼي او د هغه هېواد پر یوې برخې د ولکې ادعا کوي.
د پاکستان قبیلوي او مذهبي مشران چې د هغه هېواد په استازیتوب له ټي ټي پي سره مذاکرات کوي، ټي ټي پي نه شي اړ ایستلی چې وسله پر ځمکه کېږدي. هغو کسانو چې د افغانستان د طالباني کېدو جشن نمانځه او د مکې له فتحې سره یې پرتله کاوه، څنګه د هغې ډلې د ځواکونو مخه ونیسي، چې د پاکستان طالبانېدل يې غوښتل.
هغه کړۍ چې پاکستاني جنرالانو زموږ له هېواده راتاو کړې وه، اوس پخپله پکې نښتي دي. بیت الله محسود چې په ۲۰۰۷ کې یې د ټي ټي پي بنسټ کېښود، د افغانستان د جهاد پخوانی جګړه مار و. مفتي نورولي هم د هغې دورې سړی دی. په تېرو شلو کالو کې د افغانستان په جنګ کې په زرګونو پاکستاني نورولي او محسودانو سترګې وکړې. اوس په جرګه او فتوا نه شي قابو کېدلای. پاکستان له ټي ټي پي سره له جګړې پرته بله لاره نه لري، هغه لار چې په ۲۰۱۴ کې يې د «بدو طالبانو» پر ضد نیولې وه. هغه مهال د امریکایانو بې پيلوټه الوتکو هم د پاکستان ملاتړ کاوه او پیسې یې هم ورکولې. څو کاله وروسته له ځپلو، د ۲۰۱۹ په وروستیو کې پاکستاني طالبان یو ځل بیا سره ټول شول او په ۲۰۲۰ کې څو نورې توندلارې ډلې لکه لشکر جنګهوي هم ورسره یوځای شوه.
پاکستاني طالبانو تر دې مخکې بانفوذه مشر نه درلوده او له همدې کبله د افغانستان د طالبانو تر سیورې لاندې یې فعالیت کاوه. بیت الله محسود، حکیم الله محسود او ملا فضل الله هر یو له مدرسه يي پلوه مفتي نورولي ته نه رسېدل. نورولي کتابونه لیکي او په مذهبي جګړه مارو کې د علمي مقام مدعي دی. هغه د ټي ټي پي عامه اړیکې او رسنیز تبلیغات متحول کړل، په دې اړه په پاکستاني رسنیو کې هم د هغه هېواد د دولت اندېښنې اورېدل کېږي.
پاکستان د طالبانو په روزنې سره لویه تېروتنه کړې ده. په خپل ګاونډ کې یې ځان ته غم کتلی دی، اوس به یې خوب له سترګو وتښتېږي.
د ترهګرو روزنه او صادرول په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته بدې پایلې لري. د پاکستان بربادي او هغه وینه چې په دغه هېواد کې تویېږي، لوږه او فقر چې هر ورځ يې لمن غوړېږي، سیمې ته بد خبر دی. له توندلاریتوب سره مبارزه سیمه ییز کار ته اړتیا لري.