۸صبح، کابل: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې له ۲۰۰ ډېرې راډیوګانې فعالې دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع دوشنبه د سلواغې پر ۲۴ وویل، چې په افغانستان کې اوسمهال ۳۶۷ کورنۍ رسنۍ فعالیت کوي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند د هغو رسنیو یادونه ونهکړه، چې کار یې بند کړی دی.
د طالبانو د معلوماتو پر بنسټ، له هغه مهاله چې دغې ډلې د افغانستان واک تر لاسه کړی، له ۲۵۰ رسنیو څخه ۸۰۰ خبریالان د خبرونو او راپورونو د چمتو کولو لپاره افغانستان ته دننه شوي دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان رسنۍ او خبریالان د طالبانو له خوا له پراخو محدودیتونو سره مخ دي، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند وايي، چې د کورنیو رسنیو کار پروړاندې یوازینۍ ننګونه اقتصادي ستونزې دي.
د راپورونو له مخې، د تېر حکومت له سقوط مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۳۵۰ راډیوګانو فعالیت درلود.