طالبانو تورخم ګمرک کې د شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د نیولو ادعا وکړه

۸صبح، کابل: د طالبانو ډلې د مالیې وزارت ادعا کړې، چې د تورخم په ګمرک کې یې، ۴۸۷،۶۵ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي کشف او نيولي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت ټوېټرپاڼې،نن پنجشنبه، د غوايي په ۲۸ مه، ددغو چاودیدونکو توکو د نیولو خبر ورکړ.

طالبانو ویلي، چې د «حلوایي باروتو» په نوم، د چاودېدونکو توکو، ۳۹ کڅوړې چې د بېلابېلو توکو په یوې سوداګریزه چوپه کې، بار شوې وې، ددغې ډلې د جنګیالیو لخوا نیول شوې دي.

د سوداګریز توکو دغه چوپه، له پاکستانه بار شوې وه او ټاکل شوې وه، چې افغانستان ته راولېږدول شي.

ويل کيږي چې ددغو چاوديدونکو توکو د ليږد په تور، د لارۍ چلوونکی او د هغه شرکت استازي هم نيول شوي دي چې دغه توکي يې بار کړي وو.

دا له پاکستانه افغانستان ته د راوړونکو چاودېدونکو توکو لومړۍ چوپه ده، چې د روان کال له پيل راهيسې په تورخم کې د طالبانو لخوا کشف او نيول کيږي

ورته لیکنې

Back to top button