طالبانو په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې ۳۸ دفترونه وتړل

۸صبح، کابل: د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، چې کابل ښار کې یې د «غیرقانوني فعالیتونو» له امله د معاملاتو د لارښوونې ۳۸ دفترونه تړلي دي.
دغه وزارت یکشنبه د مرغومې پر یوولسمه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چې پلازمېنه د معاملاتو د لارښوونې ۳۸ دفترونه یې د دوی په وینا د «غیرقانوني فعالیتونو» له امله تړلې دي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې «جواز، د نېټې پایته رسېدل، په جعلي پاڼو کې معامله او د جلا څانګو پرانیستل» د دغو دفترونو د تړل کېدو له لاملونو څخه دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت زیاته کړې، چې د خلکو له شکایتونو وروسته د معاملاتو د لارښوونې د پنځو دفترونو جوازونه هم لغو شوي دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت په وینا د روان کال په لیندۍ میاشت کې کابل کې د معاملاتو د لارښوونې ۱۹۳ دفترونه او عریضه لیکونکو پر فعالیتونو د څارنې او ارزونې امریت له خوا څېړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دغه امریت ۶۶ عریضه لیکونکو او د معاملاتو د لارښوونې دفترونو ته په بېلابېلو لاملونو سپارښتې کړې او ژمنې یې ترې اخیستې دي.
په همدې حال کې د نیمروز ولایت لپاره د طالبانو د عدلیې رییس مولوي عبدالقیوم حماد ویلي، چې د دغه ولایت د عدلیې ریاست څارونکې ډلې له اسنادو پرته د معاملاتو د لارښوونې دفترونه او موټر پلورنځي تړلي دي.
حماد د معاملاتو د لارښوونې دفترونو له مسوولانو او موټر پلورونکو غوښتي، چې نوی جواز واخلي یا خپل مخکیني جوازونه تمدید کړي.