۸صبح، بلخ: د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د درېیو دولتي انستیتوتونو د ښځو څانګې تړلې دي.
ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د ادارې او حسابدارۍ، تېل او ګاز او د سجادیې انستیتوتونو د ښځو برخې یکشنبه د وږي پر ۲۷ د نجونو زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو د تړلو له یو کال پوره کېدو سره سم تړلې دي.
د سرچینو په وینا طالبانو په دغو انستیتوتونو کې د ښځو د برخو د تړلو لامل د کانکو ازموینې رامنځته کول بولي داسې حال، چې په دغو انستیتوتونو کې هلکان پر زده کړو بوخت دي.
بلخ کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې د بلخ ولایت د ادارې او حسابدارۍ په انستیتوت کې ۶۵۰ نجونې، په تېلو او ګاز انستیتوت کې ۲۵۰ نجونې او ۱۳۵ نورې نجونې په سجادیه انستیتوت کې درس وایي.