۸صبح، بادغیس: بادغیس کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا د ښځینه حمامونو له تړل کېدو خبر ورکوي.
سرچینې یکشنبه د لړم پر پنځلسمه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د طالبانو امربالمعروف نن سهار په بادغیس ولایت کې د ښځینه حمامونو د تړل کېدو امر کړی دی.
د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست ویلي، چې که څوک د هغوی له امر څخه سرغړونه وکړي جریمه کېږي.
د معلوماتو له مخې د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د ښځو لپاره کابو لسو حمامونو فعالیت درلود چې د طالبانو له خوا تړل شوي دي.
طالبانو له دې مخکې هم په دغه ولایت کې د قوټبال لوبه د شریعت خلاف بللې او منع کړې وه؛ خو د ۸صبح ورځپاڼې له خوا د دغه خبر له خپرېدو وروسته یې له خپلې پرېکړه شاتګ وکړ.