طالبانو کابل کې پر یوه مېلمستون برید تایید کړ

۸صبح، کابل: کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وایي، چې د «کابل هوټل» پر ودانۍ برید شوی دی.

کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ دوشنبه د لیندۍ پر ۲۱ د یوه ټویټ په خپرولو وویل، چې په دغه هوټل کې تر ډېره عام وګړي اوسېږي.

د هغه په وینا طالب جنګیالي د پېښې ځای ته رسېدلي او د بریدګرو د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل شوي دي.

د ویلو ده، چې د پېښې په ځای کې شاهدان وایي، چې وسله‌والو کسانو نن غرمه مهال (دوشنبه د لیندۍ پر ۲۱) د کابل په شهرنو سیمه کې پر یوه هوټل برید وکړ.

د شاهدانو په وینا په دغه هوټل کې مېشت کسان چینایي وګړي وو.

شاهدان زیاتوي چې نښته لا هم دوام لري او د پېښې د ځای پر سر چورلکې هم ګرځي.

د ویلو ده، چې افغانستان کې د چین سفیر له طالب چارواکو سره په لیدنه کې کابل کې د خپل سفارت او د دغه هېواد د مېشتو وګړو د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې وه.

ورته لیکنې

Back to top button