طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه چاودنه کې د شپږو ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړل

۸صبح، کابل: د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایی، چې د کابل په ښار کې د دې ډلې جنګیالیو پر یوې پوستې د ځانمرګی برید په ترڅ کې د درېیو طالبانو په ګډون ۶ ملکیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دی.
په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې نن دوشنبې غرمې مهال (وری ۷) د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د ملک اصغر په څلور لارې کې د دې ډلې د جنګیالیو پر یوه پوسته ځانمرګی برید وشو.
په همدې حال کې د بېړنیو حالاتو روغتیایې ادارې اعلان کړی، چې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د طالبانو له خوا د چاودنې له ځای څخه د یوه ماشوم په ګډون ۲ جسدونه او ۱۲ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې عيني شاهدان وايي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د طالبانو د بهرنيو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو کارکوونکي له يادو دوو وزارتونو د وتلو په حال کې وو.
د چاودنې ځای د کابل ښار یوه له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده چې د داوودزي او ګلبهار سوداګریز مرکزونه په کې موقعیت لري.
څه موده وړاندې په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر سړک د داعش خراسان څانګې په ځانمرګي برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.