طالبانو کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر تایید کړ

۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تایید کړې، چې سبا د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راځي.

مجاهد دوشنبه د لیندۍ پر اوومه د یوه ټویټ په خپرولو لیکلي دي: «سبا د پاکستان هېواد یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راځي.»

هغه زیاته کړې: «دا پلاوی به د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سیاسي اړیکو په اړه بحث او خبرې‌اترې وکړي.»

نن سهار پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، چې ټاکل شوې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی پلاوی د سه شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې حنا رباني کهر په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.

ویل کېږي په وروستیو اونیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د زیاتېدو په اړه خبرې‌اترې د دغه سفر یوه موخه ده.

ورته لیکنې

Back to top button