طالبانو د پنجشېر په پریان کې پر يوې ښځې جنسي تېرى تاييد کړ

۸صبح، پنجشېر: د طالب پوځیانو د شکایتونو د اورېدو کمیسیون غړي او په پنجشېر کې د دغې ډلې د ښاری محکمې رییس په دغه ولایت کې پر یوې ښځې جنسي تېري تایید کړی دی.

په پنجشېر کې د طالب جنګیالیو د شکايتونو د اورېدو کمیسيون غړي مولوي امين‌الحق دغه خبر په يوه غږيز پیغام کې تاييد کړى دى، چې ظاهراً يې د طالبانو لوړپوړو چارواکو ته لېږلى او پنجشنبه د لیندۍ پر لسمه نېټه د ٨صبح ورځپاڼې لاس ته هم رسېدلى دى.

په دغه صوتي پیغام کې نوموړی ادعا کوي، چې څو ورځې مخکې د پریان ولسوالۍ په خاواک کلي کې د طالبانو شپږو غړو پر یوه کور برید وکړ او یو طالب د دغې کورنۍ پر یوې مېرمنې جنسي تېری وکړ.

د هغه په ​​وينا، د طالبانو پنځه نور غړي هم په جرم کې شریک دي؛ مګر دوی ډله‌ییز جنسي تیري نه دي کړی.

مولوي امين‌الحق وويل چې تورن کسان نيول شوي او ډېر ژر به محاکمه شي.

په دغه صوتي پیغام کې نوموړی د پنجشېر ولایت په دره ولسوالۍ کې د دوو ملکي وګړو وژل تاییدوي او وايي، چې د قربانیانو وارثینو لپاره یې له طالبانو څخه د ۵۰۰ زره افغانیو غوښتنه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د روانې اونۍ په پيل کې د پنجشير ولايت د پيريان ولسوالۍ په ده خاواک کلي کې پر يوې ښځې او د هغې پر څلورو لوڼو د طالبانو د ډله‌ييز جنسي تېري په اړه راپورونه خپاره شول.

سرچینو هغه مهال ویلي و، چې طالبانو لومړی د دغې کورنۍ غړي وهلي ټکولي او بیا یې پر مېرمنې او د هغې پر څلورو لوڼو چې عمرونه یې د ۱۰ او ۱۸ کلونو ترمنځ وو، جنسي تېری وکړ. خو طالبانو دا خبر بې‌بنسټه بللی و.

ورته لیکنې

Back to top button