طالبانو د جوزجان – سرپل پر لویه لار، د قرآن کریم له یوه حافظ څخه، سر پرې کړی

۸صبح، کابل: په جوزجان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، طالبانو د قرآن د یوه حافظ سر، د هغه د کورنۍ د غړو په مخ کې، پرې کړی دی.

یوې باوري ځايي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د قرآن کریم دغه حافظ (عبدالودود) نومېده او طالبانو د پنجشنبې په ورځ (وري۳) د جوزجان – سرپل پر لویه لار، د قرقین په کلي کې له هغه څخه سر پرې کړی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، عبدالودود له خپلې کورنۍ سره میلمستیا ته روان و او طالبانو ورداروه او د کورنۍ د غړو په مخ کې یې سر ور څخه پرې کړ.

د سرچينې په وينا، طالبانو د عبدالودود د سر پرې کولو پر مهال د هغه د مېرمنې او ماشوم ژړا او فریاد ته پام ونه کړ او بيا يې جسد په دار وځړاوه.

عبدالودود د سیفي زوی و، چې د مارشال عبدالرشید دوستم پخوانی قومندان و، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د عمومي عفوې په باور له ایرانه قرکین کلي ته، راستون شوی و.

په جوزجان کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د عفوې له اعلان سره سم د پخواني حکومت نظامیانو صحرایي محاکمې ته دوام ورکړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button