طالبانو د ښځو یو خبري کنفرانس ګډوډ کړ او څو ښځې یې ونیولې

۸صبح کابل: طالبانو د ِښځو یو خبري کنفرانس، چې غوښتل یې پکې د برابرۍ لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ اعلان کړي، ګډوډ کړ.

سرچینې وایي، چې پنجشنبه د لړم پر دوولسمه د کابل ښار د ۱۳ امنیتي حوزې په دشت برچي سیمه کې یو شمېر ښځې، چې د دغه غورځنګ د اعلانولو لپاره راټولې شوې وې، د طالبانو له لوري تیت‌او‌پرک شوې.

دغه‌راز خبر ورکړل شوی، چې طالبانو د دې غونډې څو سمبالوونکي او ګډونوال نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.

د دې غونډې یوه ګډونوال ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو د ټولو ګرځنده ټیلفونونه چیک کړل او وروسته یې له غونډې وشړل.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ګڼو طالبانو د غونډې ځای ته یرغل وروړ او په غونډه کې یې د خبریالانو د ګډون مخه ونیول.

تر اوسه د طالبانو ډلې مسوولانو په دې تړاو نظر نه دی څرګند کړی.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو تر دې مهاله په ټول افغانستان کې په سخت تاوتریخوالي سره د ښځو د اعتراضي خوځښتونو مخه نیولې ده او د دغو اعتراضونو په تړاو یې یو شمېر ښځې زنداني او شکنجه کړې دي.

ورته لیکنې

Back to top button