طالبانو په کابل کې د ښځو لاريون ګډوډ کړی

۸صبح، کابل: (د افغان ښځو عدالت غوښتنې غورځنګ) یو شمېر غړې وایي، طالبانو ددغه غورځنګ لخوا د نجونو د ښوونځیو خلاصلولو لپاره پیل کړی لاریون، ځپلی.
دغه لاريون نن يکشنبه (وری ۶) د کابل ښار لوېديځه څنډه (دشت برچي) سيمه کې، د افغان ښځو عدالت غوښتنې غورځنګ د غړو له خوا، پيل شوی و.
ددغه حرکت يوه غړې وايي، چې د دوى لاريون د کابل ښار پل سوخته له سيمې پيل شوى او تر دشت برچي پورې يې دوام کړى دى.
د عدالت غوښتونکو ښځو د غورځنګ ددغې غړې په وینا، «د طالبانو ډلې جنګیالیو په دې سیمه کې، لاریون کوونکې ښځې محاصره کړې او هغوی ته یې ګواښونه او سپکاوی کړی دی.»
ویل کیږي، چې طالبانو د ښځینه پولیسو په راغوښتلو او لاریونوالو مېرمنو پر وړاندې د وسلو په پورته کولو سره، لاریون کوونکې مېرمنې ګواښلي، چې د دې ډلې پر وړاندې غږ پورته نه کړي! او په دې توګه یې لاریونوالې ښځې شړلي.
د افغان ښځو عدالت غوښتنې غورځنګ وايي، څه باندې یو نیم کال کېږي چې د طالبانو لخوا د نجونو د ښوونځي، په تړلو سره، افغان نجونې، له رواني او روحي کړاو سره مخ دي.
دا لاریون داسې مهال شوی، چې طالبانو د نوي تعلیمي کال په پیل کې، د نجونو د ښوونځیو دروازو په تړلو ساتلو سره، ښونځیو ته د زدهکړو لپاره د ښځینه زده کوونکو هیلې په نا امیدۍ بدلې کړې دي.