د هرات د زنده جان لپاره د طالبانو ولسوال له خپلو دوو ساتونکو سره په ترافیکي پېښه کې مړ شو

۸صبح، هرات: په هرات کې د ترافيکې پېښې له امله، د دې ولایت د زنده جان لپاره د طالبانو ولسوال له خپلو دوو ساتونکو سره مړ شو.
دا پېښه پنجشنبې د شپې د دوولسو بجو په شاوخوا کې د زنده جان ولسوالۍ د پل هاشمي په سیمه کې شوې ده.
ددې پېښې په پایله کې د هرات د زنده جان لپاره د طالبانو ولسوال مولوي اسدالله وارث او دوه ساتونکي یې مړي شوي دي.
په دې پېښه کې دوه نور طالبان ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې له دې مخکې هم په هرات کې د ترافیکي پېښو له امله څو تنه طالب قوماندانان مړه شوي دي؛ وروستۍ پېښه د لیندۍ په ۱۱مه د هرات کندهار پر لاره شوې چې له امله یې څلور طالبان مړه شول.