د ننګرهار د هسکې مینې لپاره د طالبانو ولسوال په ترافیکي پېښه کې مړ شو

۸صبح، ننګرهار: ننګرهار ولایت کې سیمهییزې سرچینې په یوه ترافیکي پېښه کې د هسکې مینې لپاره د طالبانو د والي او د هغه د ورور د وژل کېدو خبر ورکوي.
سرچینې چهارشنبه د مرغومي پر اوومه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې پر کابل – ننګرهار لویه لار د ترافیکي پېښې له امله د ننګرهار د هسکې مینې لپاره د طالبانو ولسوال له خپل ورور سره یو ځای ووژل شو.
د سرچینو په وینا په دې پېښه کې څلور طالب ځواکونه ټپیان او یو بل بېدرکه شوی دی.
د ویلو ده، چې له دې مخکې هم طالب جنګیالي د ترافیکي پېښو له امله مړه شوي دي.