د ژوند کيسې مو وليکئ. پر ژوند مو د وروستيو بدلونونو د اغېزو په اړه متن، انځور او ويډيو راواستوئ. ۸صبح ورځپاڼې «د خلکو کيسه» په نامه ځانګړې پاڼه جوړه کړې، چې ستاسې يادښتونه، کيسې، عکسونه او ويډيوګانې خپرې کړي.
له دوو ملګرو سره هرات کې وم. ایران ته د تګ تابیا مو لرله او ویزې ته په تمه وو. کمیشنکارانو راګیر کړي وو او شاوخوا یوه نیمه میاشت هرات کې پاتې شو. د هرات ښار ګلانو چوک یو هوټل کې مو دوه شپې تېرې کړې. د ګلانو چوک کې ګڼه ګوڼه زیاته وي او ښکلی ځای هم دی. کولای شم ووایم، د هرات زړه همدا د ګلانو چوک دی. د عمومي سړک منځ کې لوی تفریحي پارک او د سړک داوړه غاړو ته موټر تګ راتګ کوي. د ناجو او بېد ونې ډېرې ښکاري. پارک څلور دروازې لري او هره دروازه کې ساتونکی ولاړ وي. کوم کسان چې غواړي پارک ته لاړ شي، باید د ننوتو ۱۰ افغانۍ ټکټ واخلي. پارک کې دننه واړه رستورانتونه په ځانګړې بڼه جوړ شوي او چای، قهوه او قیلون پېدا کېږي. د پارک د تنظیف برخې کارکوونکي په ښه توګه خپله دنده پرمخ بیايي. دغه پارک ته ډېر هغه کسان راځي، چې د هرات اصلي اوسېدونکي نه دي. د جمهوریت وخت کې به ډېر خلک راتلل؛ خو د طالبانو پر مهال یې اوس چندان مزه نه شته. پارک کې ښځې لږې لېدل کېږي او د رستوانتونه مالکان د ښځو نشتوالی بیا د طالبانو له کړنو سره تړلی بولي. د هرات اوسېدونکي ډېر لږ په پارک کې لیدل کېږي. دغه پارک ته له جنوبي ولایتونو ډېر کسان راځي. له څهرو او خبرو یې همداسې ښکاري. تورې لونګۍ، اوږدې جامې او ږېري لري. طالبان هم ډله ډله پارک ته راځي او د ونو د سیوري لاندې کیني.
کوم هوټل کې چې موږ اتاق لاره، سړک مو ترې لیدلی شو. له کړکۍ مو په ښه توګه هر ځای لیدلی شوای. یوه ورځ زیات شمېر طالبان سړک ته راوتلي وو. موټر او تېرېدونکي یې تلاشي کول. طالبان د موټر او بدني تلاشیو د څرنګوالي په تړاو اشنا نه و او دا د دې لامل شوی و، چې پر سړک ګڼه ګوڼه زیاته او پر لاره تېرېدونکي کسان حیران او سرګردان شي. هر طالب سرتیري به یو موټر په سړک کې دراوه او ارزونه به یې کوله. نه پوهېدل چې څنګه تلاشي وکړي. دا یو اسانه کار و، چې د پخواني حکومت یو عادي سرتېري به په اسانۍ کاوه؛ خو د طالبانو یوه ډله ترې عاجزه وه.
کوم خونه کې چې موږ و، دوو کونجونو کې یې دوه د خوب تختونه و؛ یو تخت دوه کسیزه و او بل یو کسیز. د اتاق کومه برخه چې تشه پاتې وه، پر نرمې قالینې پوښل شوې وه. زه به پر یو کسیز تخت ویده کېدم او بل ملګری به مې پر دوه کسیز تخت. یو ملګری مو چې وزن یې زیات و، کولای نه شو، چې پر تخت ویده شي، له همدې کبله به په قالینه ویده کېده.
لومړی شپه مو په اتاق کې تېره کړه. نیمه شپه د کوټې برقونه مړه او ملګري مې ویده شول. پر شا تخته څملاستم او تیاره چت ته مې کتل او د جمهوریت د سقوط څه مې چې لیدلي و، ذهن ته راتلل. د شپې ۱۲ بجې دي. سترګې مې ورغلې، ډېر وخت نه تېرېږي، چې دروازه په زوره وهل کېږي او له خوبه راپاڅېږم. ګومان مې کاوه کومه لویه چاودنه رامنځته شوې وي. څنګه چې راوېښ شوم، له ځایه نه پورته کېږم. هغه ملګرې مې چې پر ځمکه ویده دی، راپورته کېږي او د دروازې خواته ورځي. د دروازې دستګیر په کراره تاووي او له بلې خوا کس په لغته دروازه وهي او کوټې ته دننه کېږي. درې واړه خوب وړې او وارخطا یو. یو ملګری په بېړه برق روښانوي. کوم کس چې کوټې ته دننه شوی، په دري ژبه نه پوهېږي. پوه شو چې د طالبانو غړی دی او غواړي کوټه وپلټي. زه په خپل ځای کې ملاست یم. برقونه مې سترګې برېښي. طالب سرتېری کوټه پلټي. ډېره بېړه لري او غوسه ښکاري. نه څه وايي او نه هم څه اوري. سترګې مې په کراره خلاصې کړې، ګورم چې یو بل کس هم د دروازې له وره سره ولاړ دی او هر څه څاري. دواړه وسلې لري. مخ او سر یې پر څادر پټ دي او یوازې یې سترګې ښکاري. له څو دقیقو تلاشۍ او ارزونې وروسته څه په ګوتو نه ورځي او له کوټې په بېړه وځي. نه یې راتګ په اجازې و او نه یې هم تګ. په داسې بڼه اتاق ته دننه شول، چې ګومان دې کاوه دلته کوم تورن دی. د طالبانو له وتلو وروسته مې یو ملګري د دروازې دستګیر په کراره تاو کړ او کوټه یې له دننه ښه کلکه بنده کړه. درې واړو له دې ډول تلاشۍ شکایت وکړ او د جمهوریت په ارمان مو اوښکې تویې کړې.
پر سبا له خوبه راپاڅېدو او له چای وروسته د هوټل مالک ته ورغلو. د تېرې شپې کیسه مو ورسره شریکه او د هوټل له نظمه مو شکایت وکړ. د هوټل مالک سوړ اسویلی وویست او زیاته یې کړه: «څو شپې وړاندې طالبان راغلل او د هوټل خونې یې وارزولې. یوې خونه کې دوه ځوانان ویده و؛ یو ۲۵ کلن او بل ۱۵کلن و. غوښتل یې ایران ته لاړ شي؛ خو له مرزه بېرته راګرځول شوي وو. طالبان پر دې دوو ځوانانو شکمن شوي و او دواړه یې له ځان سره بوتلل. پر دې شکمن شوي و، چې نباید یو ۲۵ کلن ځوان له یو ۱۵ کلن هلک سره یوځای په یو اتاق کې ویده شي. اوس یوه شپه وروسته راځي او اتاقونه ارزوي.»
د طالبانو د تلاشۍ بڼه ظالمانه، نامسلکي او پر خصوصي حریم تېری و. داسې اتاقونه هم و، چې ښځې د خپلو خاوندانو او ماشومانو سره اوسېدل. له بده مرغه په دې ډول تلاشۍ سره یې د هغوي خصوصي حریم نقض کاوه.
خصوصي حریم د ټولو ملي او نړیوالو قوانینو له مخې مصونه دی. طالبان تر پرونه د دا ډول قوانینو پر وړاندې جنګېدل او پخوانی حکومت یې په دې ډول وپرځاوه، اوس چې واکمن دي، باید دې ډول قوانینو ته درناوی ولري. د وضعي قوانینو سربېره دیني قوانینو کې هم خصوصي حریم له هر ډول تېري څخه مصون دی. کوم څوک چې د طالبانو په نامه نیمه شپه هوټلونو ته د مسافرو خونو ته دننه شوي وو، له بده مرغه له دې قوانینو ناخبره وه.
تاسې کولای شئ، خپلې کيسې او يادښتونه ۸صبح ورځپانې ته واستوئ. همدارنګه تاسې ته نژدې د پېښو عکسونه او ويډيوګانې د تلګرام لاندینئ شمېرې ته راواستوئ: ۰۷۰۵۱۵۹۲۷۰